اې د خداى د دين سپېڅليه مجاهده
د حق لار کې جنګېدليه مجاهده
د وحشت خزان ناڅاپه رانه يوړې
د ګلاب د ګل نه ښکليه مجاهده
افتخار کوه دا شان دى د زمريانو
زنځيرونو کې تړليه مجاهده
هره اوښکه دې پېغام د انقلاب دى
اې په چيغو ژړېدليه مجاهده
هر يو آه دې د غرور بام ته طوفان دى
په زندان کې زورېدليه مجاهده
په لېمو کې دې ښکلا د جنت ښکاري
د سنګر شبګير وهليه مجاهده
ستا د تن ايره به سترګو ته رانجه کړو
د باروتو اور سېزليه مجاهده
اوس دې غم خوري د ( مفتون ) د زړګي غوښې
اې د کروز ګزار خوړليه مجاهده
افغانستان